مصر کې د قزاقستان سفارت کارکوونکی وژل شوی

د مصر پلازمېنه قاهره. ارشیف

د قزاقستان چارواکو تأیيد کړه چې په مصر کې يې د سفارت يو کارکوونکى وژل شوى دى.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ايبک صمدياروف پرون په پلازمېنه نور سطان کې خبريالانو ته وويل، د مصر چارواکي په قاهره کې د ايلامان ژولداسوف د مړينې پلټنه کوي.

د صمدياروف په خبره د دې قضيې په اړه مفصل جزئيات به نن چهارشنبه په ډاګه شي.

تر دې مخکې رسنيو راپور ورکړى و چې د قزاقستان د سفارت د دغه کارکوونکي مړى تېره جمعه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د هغه اپارتمان ته نږدې موندل شوى دى.

د ايلامان ژولداسوف د کورنۍ يوه غړي ويلي د هغه پر بدن ګڼ ټپونه ليدل کېدل، لاسونه‌يې تر شا تړل شوي او يوه رسۍ يې پر غاړه راتاو شوې وه.

ويل شوي د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت ځيني چارواکي د دې قضيې په څېړنه کې د برخې اخيستو لپاره قاهرې ته تللي دي.