'د ارمنانو په اړه د کانګرس اقدام د ټرمپ د ادارې پالېسي نه‌ده'

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ. ارشیف

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د کانګرس وروستى اقدام چې د ارمنيانو ډله‌ييزه وژنه‌یې "نسل وژنه" بللې، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې پالېسي نه‌منعکسوي.

د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه لنډکۍ اعلاميه کې وويل، د دې قضيې په اړه د ټرمپ د ادارې دريځ بدل شوى نه‌دى.

د امريکا مشرانو جرګې تېره اوونۍ د رأيو په اتفاق، يوه پېړۍ مخکې د ترکيې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د څه باندې يو میليون ارمنيانو وژنه د "نسل وژنې" په توګه په رسميت وپېژندله.

د امريکا د استازو جرګې تر دې مخکې دې ته وَرته لايحه تصويب کړې وه چې د ناټو د متحد هېواد، ترکيې اعتراض‌يې پارولى و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګان اورتګس ويلي: "پر دې موضوع زموږ نظريات د ولسمشر ټرمپ په نهايي بيان کې چې په تېره اپرېل مياشت کې خپور شوى و، منعکس شوى دى."

ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر ٢٤مه ويلي وو، د هغو کسانو د ياد درناوى کوي چې د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو سختو ډله‌ييزو ظلمونو کړولي دي.

په هغه اعلاميه کې يې د امريکا د اوږدې مودې پالېسي تعقيب کړې وه او هغو وژنو ته‌يې "د نسل وژنې اصطلاح" نه‌وه کارولې.