سږ کال په ټوله نړۍ کې ۴۹ خبریالان وژل شوي

ارشیف

د بې پولي خبریالانو ټولنه خبر ورکوي چې سږکال تر اوسه ۴۹ خبریالان په نړۍ کې وژل شوې دي.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې تر بل هر وخت لږ خبریالان دي چې د یوه کال په ترڅ کې وژل کیږي خو دا شمېر په افغانستان لاهم کې د پام وړ دی.

له سوریې وروسته تر بل هر هیواد ډير خبریالان سږکال په افغانستان کې وژل شوي چې شمیر یې پنځو ته رسیږي، البته تېرکال دا شمېر په دغه هېواد کې تر دې نږدې درې برابره زیات و.

سربیره پر دې چې سږکال د وژل شویو خبریالانو شمېره په نړۍ کې راټیټه شوې ده، خو ۳۸۹ تنه زنداني شوي دي.

د بې پولي خبریالانو د ټولنې د کلني راپور له مخې تر ټولو ډیر کسان په چین کې زنداني شوې دي چې شمیر یې ( ۱۲۰) ته رسیږي.

په دې هېواد کې اکثر هغه کسان بندیان شوي دي چې د اویغورانو د ستونزو په اړه یې راپورونه ورکړې دي.

تر چین وروسته مصر ډير خبریالان بندیان کړې دي.

سعودي عربستان دریم هېواد دی چې ډیر ژورنالیستان یې سږکال زندان ته لیږلي دي.