یونېسف: په افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله ۱۱ سلنه زیاته شوې

کابل کې د د يونيسف ادارې استازی ابوبکر کمپو وايي، د روان میلادي کال په دریو لومړیو ربعو کې ۶۳۱ ماشومان وژل شوي او ۱۷۳۰ نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونېسف وايي په دې هېواد کې د جنګ جګړو له امله د ماشومانو په تلفاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۱ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

یونېسف په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دا حالت د منلو وړ نه‌دی.

د یونېسف د نوي خپور شوي راپور پر اساس په ورځني ډول په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان ټپيان یا وژل کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي ابوبکر کمپو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۲۶» رسنیو ته وویل چې دغه شمېرو ته په کتو ویل کېدای شي چې روان ۲۰۱۹ میلادي کال د افغان ماشومانو لپاره خونړی بلل کېږي.

هغه وايي: "په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان وژل کېږي یا هم ټپيان کیږي، پوهېږو چې دا وضعیت له تېرو ۴۰ کالو راهیسې روان دی، د روان میلادي کال په درېیو لومړیو ربعو کې ۶۳۱ ماشومان وژل شوي او ۱۷۳۰ نور ټپيان شوي دي، دا شمېرې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۱ په سلو کې زیاتوالی ښيي او ټکان ورکوونکي دي."

ښاغلي کمپو د انتحاري بریدونو زیاتوالی، بمي چاودنې او د افغان ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ مخامخ جګړې د ماشومانو د زیانونو د زیاتېدو عمده لاملونه یاد کړل.

د یونېسف په دې راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې په دې هېواد کې ۶۵۰۰ ماشومان وژل شوي او شااوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د اکټوبر په ۱۶مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د بمي چاودنې له امله د ټپي ماشومانو انځور.

بشري مرستو ته د ۳،۸ میلیونه ماشومانو نه‌لاسرسی، له زده‌کړو د ۳،۷ میلیونو ماشومانو بې‌برخې‌توب، په خوارځواکۍ اخته ۶۰۰۰۰۰ ماشومان او په درنو کارونو د ۳۰ سلنه ماشومانو بوختیا هغه مسایل دي چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې ده.

مخکې تر دې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د ماشومانو په نړیواله ورځ کې او د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د تصویب په ۳۰مه کلیزه کې د دغه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه کمېسیون وايي، د نا امنیو د پراخېدو له امله د تېر کال په پرتله د ماشومانو وضعیت بدتره شوی دی.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور وايي: "له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د جګړو له امله د ماشومانو ترڅنګ، ښځې هم وژل شوي او ټپیانې شوې دي او کمېسیون د دغه وضعیت په اړه ډېر په اندېښنه کې دی، موږ خوشبینه یو که سوله راشي د ماشومانو او ټولو افغانانو ژوند به ښه شي، خو که خدای ناخواسته جګړه همداسې روانه وي وضعیت به تر دې هم بدتره شي."

ښاغلی مشکور، د نا امنیو ترڅنګ اجباري ودونه، ځورونه، درانه کارونه، تاونریخوالی او له ماشومانو ناوړه استفاده د ماشومانو د حقونو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼي.