پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار کې د رأیو بیاشمېرنه پشپړ شوه

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په څلورو ولایتونو کې د رأيو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پای ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په دوه نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار له هغو ولایتونو څخه دي چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په‌کې بشپړه شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

د دې کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د بغلان د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې پر وړاندې د ځینو ټاکنیزو ډلو څارونکي خنډونه جوړوي، خو هڅه کېږي چې تر راتلونکې جمعې ورځې پورې په دې ولایت کې هم د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شي.

خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله د درېیم ځل لپاره په ۲۷ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې غوښتنه کوي.

د دغه ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون وايي: "موږ تېره ورځ په رسمي ډول شکایتونو کمېسیون ته خپل وړانډیز سپارلی چې یوه کاپي يې د ټاکنو کمېسیون ته هم سپارل شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه ۲۷ ولایتونو کې چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په غیر قانوني ډول ترسره شوې ده دا باید یو وار بیا وڅېړل شي او زموږ په ګډون باید د ټولو ټاکنیزو ډلو استازي په‌کې ګډون ولري."

خو د افغانستان ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وايي د ۲۷ ولایتونو درېیم ځل رأی شمېرنه امکان نه‌لري ځکه د ده په وینا دا رأی شمېرنه او څېړنه د نړیوالو او کورنیو څارونکو او ځینو ټاکنیزو ډلو د استازو په حضور کې شوې ده.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ "دولت جوړوونکې" ټاکنیزه ډله له کمېسیون غواړي چې له ژمنې سره سم باید د اوو ولایتونو د رأیو د بیاشمېرنې او څېړنې نه وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.