'افغانستان کې له ۱۴۲۸ زیاتې ښځې په سوداګرۍ بوختې دي'

ارشیف

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په ټول هېواد کې ۱۴۲۸ ښځې په رسمي ډول په سوداګرۍ بوختې دي.

د دې خونې یوې غړې زینب یوسفي ازادي راډیو ته وویل، کېدای شي دا شمېر ډېر وي، خو له دوی سره په همدې شمېر سوداګرې مېرمنې ثبت دي.

هغه زیاتوي: "دوی په بېلابېلو برخو لکه لاسي صنایعو، د خوراکي او کرنیزو سربېره د ساختماني موادو په صادراتو او وارداتو، وچې مېوې او همدا ډول غالۍ اوبدنې برخه کې په سوداګرۍ بوختې دي."

مېرمن یوسفي زیاتوي، دا مېرمنې توانېدلي چې ډېر شمېرو نورو مېرمنو ته د کار روزګار زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قوله، سوداګرو ښځو همدا ډول د فقر او بې‌کارۍ د کمي په برخه کې هم یو څه مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، هر څومره چې له سوداګرو ښځو د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ ډېرېږي، دوی نه‌یوازې دا چې پرمختګ کوي، بلکې په شمېر کې یې هم زیاتوالی راځي.