د قطر ۲۰۲۰ میلادي کال نندارتون کې د افغانستان ګډون

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی او کابل کې د قطر سفیر سعید مبارک الخیارین الهاجري.

قطر رسماً افغانستان ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد د ۲۰۲۰ کال نندارتون یا "Expo 2020 Qatar" کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د قطر سفیر تېره ورځ د کرنې وزیر سره لیدنه کې په دې نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د قطر ۲۰۲۰ میلادي کال نندارتون کې د سیمې او نړۍ کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي چې یو کال دوام کوي.

ښاغلی رستمي زیاتوي، په دې لیدنه کې د قطر سفیر هیله ښودلې چې د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوتنو لپاره د قطر فضا پرانیستل شي څو د افغانستان کرنیز محصولات هغه هېواد ته صادر شي.

په کابل کې د قطر سفیر وايي، افغانستان د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې یوه عمده سرچینه ده او قطري سوداګر حاضر دي دا توکي وپېري او د قطر په بازارونو کې یې وپلوري.