د ټاپې پروژې اړوند څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کېږي

د ټاپې پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه پروژه ده.

ټاکل شوې د ټاپې پروژې اړوند څلور هوکړه لیکونو لاس لیک شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه هوکړه لیکونه د ځمکو د استملاک، له استملاک څخه استفاده او د ګازو د ټرانسپورټ په برخو کې دي.

د ښاغلي متفي په خبره، د ټاپې پروژې په اړه یو شمېر نړېوالو کمپنیو د پانګونې په برخه کې علاقمندي هم ښودلې ده.

هغه وايي: :"یو شمېر نړېوال ډونران په دې برخه کې علاقمنده شوې او د اسیا پراختیایي بانک هم ددې پروژې تمویل برخه کې شین څراغ ښودلی او دغه ملاتړې به په منظم ډول دددې پروژې سره همکاري کوي."

ښاغلي متفي وايي، د دې هوکړه لیکونو له امضا وروسته به د ټاپې پروژې کار پیل شي.

د ټاپې پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه پروژه ده چې، د دې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالیږي.

په افغانستان کې د ټاپي له پروژې کال تېریږي.

د دې پروژې د تخنیکي برخې مسوولین وايي، چې د ټاپې پروژې تخنیکي، چاپیریال او د ماین برخې سروي تکمیله شوې.

خو اقتصادي کار پوه قادر جیلاني بیا وايي، چې ددې پروژې کار په چټکې سره پر مخ روان نه دی او دې یوشمېر اندېښنې راپورته کړي دي.