د کونړ ځینې اوسېدونکي: پاکستان د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته ماینونه ایښي

کونړ ته نږدې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د غځول شوي اغزن تار انځور

په کونړ کې د ډیورنډ کرښې سره پراته ولسونه وايي، پاکستانیو ځواکونو د غځول شوي اغزن تار څخه دېخوا پرسونل ضد ماینونه ځای په ځای کړي دي.

دوی وویل، د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وژل شوي، ځینې یې معلول شوي او په لسګونو څاروي يې هم له منځه تللي دي.

په کونړ کې د ډیورنډ کرښې سره د پرتو سیمو اوسیدونکي وايي، له کومې ورځې چې د پاکستان پوځ د یادې کرښې په اوږدو کې اغزن تار غځولی ورسره جوخت يې د کونړ خاوره کې دننه پرسونل ضد ماینونه هم ځای پرځای کړي دي، چې دوی ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکې ۱۲ کلنه کوچۍ وايي، دماین په چاودنه کې يې یو پښه پرې شوې.

هغه زیاتوي: "ما به هره ورځ څاروي څرولو ته وړل، غاښي کنډو سره نږدې راباندې بم وچاودېد، پښه مې زخمي شوه، هلته زمونږ سرحدي پولیسو خپلې پوستې ته بوتلم، په پوسته کې یې راته پانسمان وکړ، بیا یې روغتون ته راولیږلم، روغتون کې يې رانه پښه پرې کړه، زما څو ملګرې هم معلولې شوې او څاروي مو له منځه لاړل، هرځای کې يې ماینونه خښ کړي دي."

سید محمد د کوچۍ پلار ازادي راډیو سره به خبرو کېله حکومت غواړي چې سیمه له ماینونه پاکه کړي.

هغه زیاتوي: "پاکستاني دښمن دېخوا ته زموږ خاورې ته بمونه را اړولي دي، انسانان او مالونه يې راته پرې والوزول، دغه ماشومه زما لور ده، دا يې معلوله کړه، ۸ کسان يې شهیدان کړل، ۱۲ کسان معلول شول پښې يې پرې شوې، حکومت باید دغه ماینونه پاک کړي څو مونږ او زمونږ څاروي له خطره وژغورل شي، هغوی۶۰۰ یا ۷۰۰ متره د کونړ داخل کې دغه بمونه ايښي دي."

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دوی په خبره د پاکستاني ځواکونو په لاسونو د خښ شویو ماینونو ستونزې او ګواښ سره مخ دي.

محمد سلیم وایي: "د اغزن سیم پاکستان لور ته هېڅ ماین نشته خو دېخوا يې ماینونه خښ کړي چې له امله هلته پرتې بانډې شاړې شوې."

سلطان محمد وویل: "هره ورځ خبر راځي چې هلته په شپنو ماین وچاودېده، په څارویو چاودنه وشوه، یعنې اوس په خپله خاوره کې هم دوی څاروي نشي څرولی."

ددانګام ولسوال محمد رحمان دانش هم تائیدوي چې د پاکستان پوځ له ډیورنډ کرښې دوه درې سوه متر دېخوا ماینونه ايښي چې له امله یې ولسونه ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ښاغلي دانش ازادي راډیو ته وویل: "کوم ځای کې چې پاکستانیو نظامیانو اغزن تار لګولی دی له درې څلور سوه متره يې دې اړخ ته د پرسونل ضد ماینونه ايښي او زمونږ ولسونه يې ستونزو سره مخ کړي دي."

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ومنله چې پاکستانیو پوځیانو د ګاونډیتوب او له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې او د کونړ په خاوره کې يې پرسونل ضد ماینونه خښ کړي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال

والي وړاندې وویل: "زموږ اطلاعات هم همداسې دي چې پاکستان کوښښ کوي چې د کرښې دواړو خواو ته پراته ولسونه په تکلیف کړي، پرې راکټې بریدونه وکړي او لارو کې يې ماینونه کیږدي، د ملي اردو لوا ته دنده سپارل شوې چې کومو ځایونو کې د ماینونو څرک ورته ښکاري باید هغه ټول خنثی کړي رڅو دغه ستونزه حل شي."

خلک وايي، د پاکستانیو ځواکونو دا لومړۍ سرغړونه نه ده بلکې له ۲۰۱۰ میلادي کال څخه یې پر کونړ او نورو ولایتونو توپچي بریدونه کوي.

د دوی په وینا پاکستان هڅه کړې څو دواړو خواو ته د مېشتو ولسونو د جلا کولو لپاره اغزن تار وغځوي او پر خلکو داسې بندیزونه لګوي چې له یادو خلکو څخه يې د یو بل په غم او ښادۍ کې ګډون پاتې شي.