واشنګټن ايکزامينر: افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ٨٦٠٠ ته راکمیږي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن ايکزامينر

د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر پر کمېدو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

راپورونه وايي د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري چې له افغانستانه ٤٠٠٠ امريکايي پوځيان وباسي.

واشنګټن ايکزامينر خپرونې په دې تړاو ليکلي، چې دا د ولسمشر ټرمپ د هغې ژمنې برخه ده، چې د سيمې په شخړه کې د امريکا د ښکېلتيا د ختمېدو په اړه يې د دوبي پر مهال کړې وه.

خپرونه په مطلب کې زياتوي، چې دريو برحاله او پخوانيو امريکايي چارواکو ويلي، چې ولسمشر ټرمپ په پام کې لري د ځواکونو د ژر وتلو اعلان وکړي او له دې سره به په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر تر ډېره حده کم شي.

دا مهال په افغانستان کې د دغو امريکايي پوځيانو شمېر د ١٢٠٠٠ او ١٣٠٠٠ ترمنځ ګڼل کېږي.

د خپرونې په ليکنه، دا اعلان به په راروانو څو ورځو کې په داسې حال کې وشي، چې امريکا په قطر کې د سولې خبرې بېرته پيل کړې دي.

په قطر کې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د سولې هغه خبرې چې پيل شوې وې، تېره پنج شنبه بېرته په کې ځنډ راوستل شو.

دا ځند پر بګرام پوځي اډه د تېرې چهارشنبې تر حملې وروسته راوستل شو.

واشنګټن ايکزامينر د ولسمشر ټرمپ هغه ټويټ ته هم اشاره کړې چې په اګست مياشت کې يې په کې ويلي وو، په افغانستان کې به د امريکايي پوځيانو شمېر ٨٦٠٠ ته راکم شي.

د ليکنې په حواله ولسمشر ټرمپ په دوامداره توګه په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور مخالفت کړى او ژمنه يې کړې چې دا جګړه به چې څه باندې ١٨ کلونه ورباندې اوړي- ختموي.

  • ډیجيټل ژورنال

د کاناډا انلاين خپرونې ډیجيټل ژورنال په دې عنوان ليکنه خپره کړې: "د پخواني شوروي اتحاد ماينونه او بمونه له لسيزو په افغانستان کې خلک وژني."

پخواني شوروي اتحاد څلور لسيزې مخکې پر افغانستان يرغل وکړ او د وتلو يې درې لسيزې پوره شوي، خو په دغه هېواد کې بيا هم هماغه د لسيزو مخکې د جګړې ميراث خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ډیجيټل ژورنال په ليکنه، په افغانستان کې مرستندويه ادارې له ١٩٩٩میلادي کال راهيسې د ماينونو او نورو ناچاوده وسايلو د پاکولو او شنډولو کارونه پرمخ بيايي.

په ليکنه کې د دولتي ارقامو په حواله ويل شوي، چې تېر کال ماينونو او نورو ناچاوده وسيلو په افغانستان کې ١٣٩١ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې تر نيمايي زيات قربانيان يې ماشومان دي.

د ماينپاکۍ (MDC) موسسې تېر ميلادي کال ويلي وو، چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت او د کورنيو جګړو پاتې شوي ماينونه او نور ناچاوده وسايل هره مياشت په افغانستان کې تر ١٨٠ زيات کسان وژني، چې په اوسط ډول د ورځې ٦ کسان کېږي.

ويل شوي چې لا هم د افغانستان شا و خوا پر ٢٠ فيصده خاوره ماينونه او ناچاوده وسايل شته.