نامعلومو وسله والو هرات کې ۳ پولیس وژلي

هرات ښار - ارشیف

په هرات کې پرون شپه ناوخته درې پولیس د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته تائید کړه چې دغو پولیسو د لسمې امنیتي حوزې په شاوخوا کې ګزمه کوله چې په موټر سایکل سپرو نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې.

پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژلي دي.

اخوا د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پېښې د دوی روغتون ته څلور ملکیان او یو پولیس ټپي وروړل شوي دي او درملنه یې روانه ده.

د یو بل خبر له مخې د هرات ښار په یوه کافۍ کې چاودنې درې پولیس او دوه ملکیان ټپیان کړي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي ازادي راډيو ته وویل چې پولیس د ښار په مرکز کې د کافي خانې د لیدلو او بررسۍ لپاره ورغلي و چې له ورننوتلو سره سم په کې د ماین چاودنه وشوه.

دوه کسان د همدې ماین چاودنې په تړاو نیول شوي هم دي.