ننګرهار او خوست کې د پاکستانیو روپیو نه کارولو کمپاین دوام لري

د افغانستان په دغو دوو سرحدي ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده.

په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین پیل شوی دی.

د افغانستان په دغو دوو سرحدي ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده.

د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې د افغانستان اقتصاد ته یې زیان رساوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیګا شپه ازادي راډیو ته وویل چې اوس د پاکستاني روپیو د نه کارولو لپاره عملي اقدامات پيل شوي.

هغه زیاتوي: "د عملي اقداماتو د پیل لومړۍ برخه دا وه چې د ننګرهار والي تېره ورځ امر وکړ چې هیڅ دولتي ادارې عام خلک او د ادارې کارکوونکي چې هغوی په جیبونو کې بهرني اسعار په ځانګړې ډول پاکستانۍ کلدارې وي نه شي کولای چې تګ راتګ وکړي هلته، په ټولو ادارو کې همدغه چاره ترسره شوه، دا به په ولسوالیو کې هم ترسره کېږي."

په ننګرهار ولایت سربېره خوست کې هم د افغانیو د ترویج لپاره کمپاین پیل شوی.

په دغو دواړو ولایتونو کې د اسعارو د تبادلې مارکیټونو او صرافانو ته نوي افغاني بانکنوټونه ورکړل شوي څو په مټ یې پاکستانۍ روپۍ ټوله شي.