ټاکنو کمېسیون: په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل شوی

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې پرون یې په اوه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېر او ابطال پروسه پیل کړه او د ورځې تر پایه یې په پنجشیر ولایت کې دا پروسه بشپړه هم کړه.

دا وروسته له هغه چې یکشنبه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په اوه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړه.

تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې وه.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو (تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بغلان او پنجشیر) کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه نه ورکوله او د انتخاباتو ولایتي کمیسیونونه یې ایسار کړي و.

دوی ټینګار درلود چې د ټاکنو کمېسیون دې لومړی د دوی په خبره دری لکه تقلبي رایې باطلې کړي.

کمیسیون په وار وار له دوی غوښتي و چې بیا شمېرنې ته دې اجازه ورکړي او بیا به د پاکو او ناپاکو رایو په اړه خپله پرېکړه کوي.

د ټاکنو کمیسیون ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو ورځو کې د رایو د بیا شمېرنې په بشپړېدو سره د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلانوي.