د کابل ورځپاڼو د سولې پر بهیر او ټاکنو تبصرې کړې دي

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان پر سولې او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه مطالب چاپ کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح نادولتي ورځپاڼې خپله سرلیکنه "سوله له اوربند پرته امکان نه لري" تر عنوان ته لیکلې. په سرمقاله کې ویل شوي، د سولې خبرې اترې د پنج‌شنبې له ورځې راهیسې یو ځل بیا بندې شوي او تر اوسه یې د بیا پیل لپاره وخت معلوم نه دی.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم خلیل‌زاد د خبرو د ځنډېدو لامل له خپلو مشرانو سره د لیدنې لپاره طالبانو ته د فرصت ورکړه بللې، خو ویل کېږي چې په قطر کې د سولې خبرې په بګرام هوايي ډګر د طالبانو له برید وروسته ځنډول شوې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم د طالبانو نظامي څانګه په قطر کې د سیاسي طالبانو له اغېر پرته په خپلواکه توګه فعالیت کوي، خو په دې کې شک نه شته چې په دوحه کې هغوی ناست دي چې د طالبانو د ډلې مهم غړي دي او دا کسان باید د طالبانو نظامي څانګه دې ته چمتو کړي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که طالبان تاوتریخوالی را کم نه کړي، یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به هڅې یوازې یوه هیله وي او دا کار به د بې‌باورۍ فضا زیاته او جګړې ته لا شدت ورکړي، نو د همدې لپاره اړینه ده چې طالبان د اوربند بحث جدي ونیسي، ځکه له دې پرته سولې ته د رسېدو بله لار نه‌شته.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه له طالبانو سره د امریکا خبرو او د سولې په اړه د زلمي خلیل‌زاد ماموریت ته ځانګړې کړې او لیکي، په بګرام هوايي ډګر داسې مهال برید وشو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې وې.

ورځپاڼه لیکي، دا برید د سولې د خبرو په اړه امریکا ته د طالبانو ځواب و او تر خوا یې د افغانستان د سولې په اړه زلمي خلیل‌زاد ته د پاکستان د نوي ماموریت د پیل ښودنه.

د ورځپاڼې له قوله، له دې برید وروسته، د سولې خبرې ودرېدې او زلمی خلیل‌زاد اسلام اباد ته ولاړ، چېرته چې یې د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

سرخط زیاتوي، دا هیڅ منطق نه مني چې پاکستان دې داسې یو کار وکړي چې له مخې یې په افغانستان کې د جګړې لمن را تنګه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، له همدې کبله پاکستان ته د خلیل‌زاد سفر هیڅ ګټه نه لري او یوازې په تورو نخودو پسې لېږل دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د یوې اوونۍ دننه ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، نن یک‌شنبه په هغو اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیلېږي چې وړاندې په کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې تړل شوې وې. سرمقاله لیکوونکی په دې باور دی چې نور باید وخت ضایع نه شي او په دې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر د پای سره سم باید د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د ټاکنو د پایلو ورک برخلیک د خلکو په ټولنیز ژوند او د هېواد په اقتصادي او سیاسي وضعیت منفي اغېز کړی او په کار ده چې نور دې بد حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.