'امریکا غواړي روانه اونۍ له افغانستانه د ۴ زره سرتېرو ویستلو اعلان وکړي'

امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري.

یوه امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره غواړي چې روانه اوونۍ له افغانستان څخه د څه باندې ۴ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.

د دغو ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ امریکايي پوځیان پاتې شي.

این بي سي نیوز تلویزیون د بې نومو امریکايي چارواکو په قول همداراز ویلي چې امریکا دا اعلان څو ورځې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له څو میاشتې ځنډه وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړې.

امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري.

این بي سي نیوز وايي چې امریکايي چارواکو ورته نه دي ویلي چې امریکا به دقیقاً کله له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي خو ویلي یې دي چې دا کار به په څو میاشتو کې وشي.