د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه توربین په فعالېدلو سره د هېواد د برښنا په شبکو ۲۵ میګاواټه برېښنا نوره ورزیاته شوه.
د دغه شرکت ویاند وحید الله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره پنځه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
هغه وویل: "په نغلو بند کې یو توربین په ۲۵ میګاواټه ظرفیت سره د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او او د برښنا شرکت د کارکوونکو له خوا یو توربین بیا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو."
د ښاغلي توحیدي په وینا، د دې توربین په رغولو د نړیوال بانک ۳،۵ ملیونه دالر لګښت راغلی دی.
ښاغلي توحیدي دغه شان وايي، دغه شان د برښنا د دې توربین تر څنګ په سروبي ولسوالۍ کې یو سب سټیشن هم ګټه اخیستنې ته وسپارل شو چې په خبره یې ۲۷ کلیو ته برښنا ورکوي.
د برښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په ۲۴ ساعتونو کې د نغلو بند ټول څلور توربینه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.