د کونړ مناګي برښنا بند څو ورځو کې پرانستل کېږي

ارشیف

د کونړ چارواکي وايي د مناګي د برښنا بند د رغونې چارې بشپړې شوي او په څو ورځو کې به رسماً پرانيستل شي.

د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار پرون جمعه ازادۍ راډيو ته وويل، پر پېچ سيند د جوړ شوي دغه بند د ازمېښت مرحله پاتې ده.

هغه وویل: "د مناګي د برېښنا بند چې درې نيم ميګاواټه برښنا تولیدوي، شپږ کاله يې وخت ونيوه، اوس يې کار کاملاً خلاص دى او يوازې د ټيسټ مرحله يې پاتې ده. په راروانو ١٥- ٢٠ ورځو کې به يې افتتاح کوو. که خداى کول برښنا به د کونړ مرکز او ولسواليو ته ورسېږي".

د افغانستان حکومت په ٢٠١٣ میلادي کال کې ويلي وو چې د مناګي بند به د لسو مليونو امريکايي دالرو په ارزښت په څلورو کلونو کې جوړ شي.

د کونړ د والي مرستيال وايي، پر کونړ سيند د څاګي په نوم د بل بند سروې او ډيزاين هم چې ٣٥٠ ميګاواټه برېښنا به توليدوي، په څه باندې يوه کال کې بشپړ شي.