نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان پر انتخاباتو او سولې تبصرې کړي

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د جګړې په اړه د ناسمو معلومات ورکولو افشا ممکن امریکایانو ته جالبه وي، مګر د افغانانو لپاره هېڅ خبر نه دی.

ورځپاڼې مخکې په یوه راپور کې لیکلي، دوی داسې محرم اسناد ترلاسه کړي چې ښيي لوړ پوړو امریکایي چارواکو هڅه کړې هغه اسناد چې د افغانستان جګړه یې د نه ګټلو وړ بللې پټ کړي دي.

واشنګټن پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي امریکایانو او د دوی متحدینو له هغو جنګ سالارانو سره معاملې کړي چې د بشري حقونو سابقه یې له طالبانو بهتره نه ده.

د ورځپاڼې په لیکنه کله چې د امریکا متحده ایالتونو وس رسېده د سولې په خاطر یې د افغانانو غوښتنې څو واره له پامه غورځولي.

واشنګتن پوسټ د ایشیا فونډېشن وروستۍ نظر پوښتنې ته اشاره کړې چې راتلونکې ته د افغانانو د خوشبینۍ اندازه مخ په لوړېدو ده.

دا هم راغلي چې افغانان له سختیو سره سره د ولسواکۍ د ټینګښت او د هېواد د بیارغونې لپاره خپله مبارزه جاري ساتلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه افغانان په هغه صورت کې چې امریکا د طالبانو په وړاندې خپله اوسنۍ طرحه تعقیب کړي، له خطر سره مخ کیږي، نو اړتیا یې لیدل کیږي چې ملاتړ ترې وشي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر پر کړکېچن کېدو یوه مقاله لیکلې ده.

مقالې تر ډېره د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه کاندید او اوسني اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر دریځ او دا چې څنګه دی د دریم وار لپاره د انتخاباتي کړکېچ په منځ کې دی، تمرکز کړی دی.

عبدالله عبدالله په ۲۰۰۹ کال کې د حامد کرزي په وړاندې کاندید و او د ټاکنو له دویم دوره یې انصراف ورکړ.

په ۲۰۱۴ کال کې یې ځان په لومړي دور کې بریالی باله، خو د نیویارک ټایمز په خبره دا چې کمیسیون اشرف غني بریالی اعلان کړ، د عبدالله پلویانو لارې او سړکونه بند کړل او بالآخره د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

نیویارک ټایمز لیکلي، عبدالله عبدالله دا وار وایي چې هیڅ جوړجاړی نه کوي.

د مقالې له مخې د ۱۳۹۸ کال له ولسمشرۍ ټاکنو شاوخوا دری میاشتې تېریږي، خو د رایو د شمېر او اعلان بهیر کړکیچن شوی او د عبدالله عبدالله پلویانو په اووه ولایتونو کې انتخاباتي کمیسیونونه ایسار کړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د عبدالله پلویان وايي چې کمېسیون غواړي شاوخوا درې لکه رایې چې سمې یې نه دي تصفیه کړي، د اشرف غني په ګټه وکاروي.

خو کمیسیون وايي چې له قانون سره سم او په پوره شفافیت خپل کار مخته وړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید او اوسني ولسمشر اشرف غني کمپاینران د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار کوي.

په مقاله کې د اشرف غني د ټاکنیز ټیم غړو عبدالله عبدالله په خنډ جوړولو کې استاد بللی او ویلي یې دي چې دی تل اوبه خړوي، تر څو په قدرت کې برخه ترلاسه کړي.