د افغانستان حکومت د تلې ۲۹مه د ازبکي ژبې ملي ورځ ونوموله

د افغانستان حکومت د تلې ۲۹ مه نېټه رسما د ازبکي ژبې د ملي ورځې په توګه نومولې ده.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي چې ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبې له یوشمېر ازبک فرهنګیانو او د فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو له مشرانو سره په کتنه کې په کلیزه کې د دې ورځې د نومولو او د ازبکي او ترکمني ژبو د مرکز د پرانیستو وړاندیز منظور وکړ.

د زنان راه ابریشم د فرهنګي مرکز مشرې فوزیې آرال حبیبي چې په پرونۍ غونډه کې حاضره وه آزادۍ راډیو ته وویل:

"لومړی وړاندیز، د هېواد په کلیزه کې د تلې ۲۹مه د ازبکي ژبې د ورځې نومول او دوهم وړاندیز په کابل کې د ازبکي او ترکمني ژبې د یوه مرکز پرانیستل، د ولسمشر له خوا منظور شول."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه يي، نورستاني پامیري او یوشمېر نورې د افغانستان رایجې ژبې او پښتو او دري رسمي ژبې بلل شوې دي.