د کرنې وزارت: سږکال افغانستان کې د زعفرانو حاصل څه باندې ۱۸ ټنه و

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۱۸،۳ مټریک ټنو ته رسیږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په پرتله سږکال د زعفرانو د حاصل کچه ۲،۳ ټنه زیات شوی.

نوموړی زیاتوي چې د زعفرانو کښت ځمکه پنځه زره جریبه زیاته شوې او روان کال د افغانستان ۹۰ په سلو کې زعفران له هېواده بهر صادر شوي دي.