امریکا د ایران پر ځینو ټرانسپورټي شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون پر دغو شرکتونو د بندیزونو اعلان وکړ.

دا ځل د ایران د ټرانسپورت زیات شرکتونه چې یمن ته‌یې پوځي وسایل او د ډله‌یېزې وژنې وسلې لېږدولې، په نښه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون پر دغو شرکتونو د بندیزونو اعلان وکړ.

هغه وویل: "تر څو چې د ایران له شره ډک فعالیت روان وي، د زیات فشار راوستلو ته به دوام ورکوو. زه د ایران د ټرانسپورت پر درېیو شرکتونو د بندیزونو خبر اعلانوم چې له یمن سره‌یې د ډله‌ییزې وژنې لپاره د وسلو د پروګرام په صادرولو کې مرسته کوله."

پامپیو همداراز وویل، دوی هیله لري چې د بندیانو هغه تبادله چې په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ وشوه، د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو پیل ته لاره هواره کړي.

د امریکا د خزانې وزارت د عبدالحسین خدري پر شرکت بندیز لګولی او ویلي يې دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له دغه شرکت څخه په یمن کې شیعه حوثي وسله‌والو ته د پوځي وسایلو لېږدولو لپاره کار اخیست.