بغلان او ارزګان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي

په دې سره په ټول افغانستان کې د پولیو پېښې ۲۵ ته ورسېدې.

د افغانستان په شمال او جنوبي ولایتونو بغلان او ارزګان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په ټول افغانستان کې د پولیو پېښې ۲۵ ته ورسېدې.

د بغلان د عامې روغتیا رئیس محب‌الله حبیب تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج نوې پېښه د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

ښاغلي حبیب وویل، دا هغه ولسوالي ده چې طالبانو په‌کې له یوه کال راهیسې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین مخه نیولې.

هغه زیاته کړه: "موږ پر دې کار کوو چې څنګه طالبانو ته قناعت ورکړو چې واکسین ته اجازه ورکړي، ترڅو د دې پېښو د زیاتېدو مخنیوی وکړو. که‌یې مخنیوی ونه‌شي، په افغانستان او شااوخوا سیمه کې د وضعیت د خرابېدو وېره شته."

له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې، دا اول وار دی چې د پولیو یوه مثبته پېښه په بغلان کې ثبېږي.

په عین حال کې د ارزګان چارواکي وایي، د پولیو یوه نوې پېښه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د ارزګان د عامې روغتیا رئيس، خان اغا میاخېل ازادي راډیو ته ویلي چې دا پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، سیمه کې ثبت شوې ده.

د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې د افغانستان په جنوبي درېیو ولایتونو ارزګان، هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي. ارزګان کې نهه، په هلمند کې پنځه او په کندهار کې څلور پېښې ثبت شوې دي.

پولیو په نوره نړۍ کې له‌منځه تللې او یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې د ماشومانو ژوند ته لا هم ګواښ بلل کېږي. په مالیزیا کې په دې وروستیو کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.