'د ټاکنو کمېسیون دارلانشا د لومړنیو پایلو راپور د کمېشنرانو بورډ ته سپارلی'

عبدالله عبدالله او یو شمېر نور نوماندان د لومړنیو پایلو د اعلانېدو مخالف دي او وايي لومړی باید پاکې او ناپاکې رأیې سره بېلې شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، ددغه کمېسیون دارلانشا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو راپور د کمېشنرانو بورډ ته سپارلی دی.

ښاغلي حق پرست ازادي راډیو ته وویل، کمېشنران ددغه راپور په ارزولو لګیا دي.

هغه زیاته کړه: "په راپور باندې د کمېسیون رهبري کار کوي خبرې ورباندې روانې دي. که چېرې ستره ستونزه په راپور کې نه وه، د نن ورځې تر ماښامه به د کمېسیون رهبري د پایلو د اعلان په اړه پرېکړه کوي."

خو د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله بیا وايي، د ۲۴ زرو محلونو قسمي پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

د ټاکنود قانون په اساس، کله چې د رأی اچونې له مرکزونو د ټاکنو کمېسیون ته معلومات ورسېږي، مخکې له دې چې په اړه یې شکایتونو وڅېړل شي، کمېسیون کولای شي د ولایتونو په کچه قسمي پایلې اعلان کړي.

لومړنۍ پایلې بیا د قسمي پایلو له جمع بندۍ او د ټولو رایو تر شمېرل کېدو وروسته د ټاکل شوي مهال وېش له مخې اعلانېږي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم خبرداری ورکوي، که چېرې کمېسیون د دوی غوښتنی په پام کې ونه نیسي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي، پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتې نه شي. خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا هم د ټاکنو کمېسیون له خوا د هرډول پایلو د اعلان مخالفت کړی. خو دغه کمېسیون ویلي د قانون له مخې پایلې اعلانوي او که څوک شکایت لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.