طالبان: د قطر مذاکراتو کې لا د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه نه‌ده شوې

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ دا پړاو خبرې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مسؤلان وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند هوکړه نه ده شوې.

ددغه دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، ددوی استازي له امریکايي لوري سره بحث کوي چې څنګه کېدای شي ددغو دوو مسئلو په تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات چې د قوس په ۱۶ مه پيل شول، د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکز دي، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د افغانستان حکومت هیله‌مند دی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر مهال تاوتریخوالی راکم شي.

درېیو طالب بندیانو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید له خوشي کولو د کابل یوه تمه دا وه چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي او سولې ته لاره هواره شي، خو ښکاري چې د طالبانو دریځ پر خپل ځای دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني یوه ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډيو ته وویل، که طالبان تاوتریخوالی راکم نه کړي، نو دولتي ځواکونه به خپلې جګړې ته لا دوام ورکوي.

"تمه خو دا ده چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پر مهال طالبان تاوتریخوالی راکم کړي، خو که چېرې دوی جګړې ته دوام ورکوي، طبعا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې او دفاع مسولیت لري او موږ به له خپلو خلکو دفاع کوو."

تر دې وړاندې هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي و چې له امریکا سره یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته به، یوازې پر بهرنیو ځواکونو حملې نه کېږي، خو وروسته يې د خپل ټویټ وضاحت وکړ او ویې ویل، چې دوی به یوازې بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره ورکوي.

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ دا پړاو خبرې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې.

دا د دواړو لوریو ترمنځ لسم پړاو خبرې دي چې د افغانستان د سولې په اړه په کې بحثونه کیږي، خو طالبان لا هم د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند ردوي.

له دې سره پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وایي، دا غوره ده چې لومړی دې تاوتریخوالی راکم شي.

"ښه خبره دا ده چې لومړی د طالبانو او امریکایانو تر منځ داسې پرېکړه وشي چې ژر عملیات بند شي؛ هغه که له بین الافغاني ناستې مخکې او یا هم د اوسنیو خبرو په لړ کې واوسي."

د افغانستان حکومت وړاندې د سولې د هرډول خبرو لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو او د طالبانو له لوري پر یوه میاشتني اوربند ټینګار کړی، خو طالبانو ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړې ته دوام ورکوي.