کرزی: د امریکا پیسو افغانستان کې د فساد له ودې سره مرسته کړې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو سلګونه میلیونه ډالرو مرستو په دغه هېواد کې د اداري فساد په وده کې مرسته وکړه.

کرزي ویلي د هغو پیسو حساب کتاب نه و چې افغانستان ته راتللې.

هغه دا خبرې پرون له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې کړې ده.

کرزي د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د هغه رپوټ په ځواب کې غږیدلی چې ویلي یې دي د امریکا د دریو ولسمشرانو ادارو د افغانستان د جګړې په اړه خپلو خلکو ته حقایق نه دي ویلي.

د کرزي نوم هم په دغو سندونو کې راغلی او ویل شوي څوارلس کاله د یوه داسې دولت مشر و چې فساد یې کاوه او د خپلو ګټو لپاره یې منابع کارولې.

کرزي ناسمې کړنې رد کړې خو دا یې نه ده رد کړې چې چارواکې یې په فساد کې ښکېل و.

کرزي ویلي له دې خوښ دی چې دا رپوټ خپور شوی او د امریکایانو سترګې یې خلاصې کړې چې لږ تر لږه اوس یې حکومت د افغانستان په وړاندې خپله رویه بدله کړې ده.