ارزګان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ ته رسېدلی

ارشیف

د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ رسېدلی.

د دغه ولایت د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټر خان اغا میاخیل ازادي راډيوته وویل د پولیو یوه تازه پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د پرامورز په کلي کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې کې ثبت شوې ده.

میاخیل وايي، ګوزڼ وهلي ماشوم هلک دی او ۱۲ میاشتنی دی چې ګوزڼ یې راسته لاس او پښه وهلي او په خبره يې تراوسه پورې هېڅ ډول واکسین نه دی اخیستی.

تر دې مخکې په ارزګان کې د ګوزڼ۸پېښې ثبت شوي چې ۵ يې په مرکز ترینکوټ، یوه په شهید حساس او ۳ په چورې ولسوالۍ کې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ارزګان ولایت ترڅنګ بله تازه پیښه د بغلان ولایت په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د پولیو پیښه ثبت شوې ده.

د ارزګان ولایت روغیتايي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي ۶۰ سلنه ماشومان له تېرو څه دوه کلنو راهیسې بې برخې کړي او دوی ته اجازه نه ورکوي چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

دوي وايي، که وسله وال طالبان اجازه ورنه کړي نو د زرګونو ماشومانو ژوند هم په خطر کې دی.

په دي سره اوس په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۵ ته لوړ شو چې ۹ ارزګان، ۵ هلمند،۴ کندهار، ۱ ننګرهار، ۲ پکتیکا، ۱ بادغیس او ۲ په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.