ګارډین: د افغانستان د جګړې حقایق پټ ساتل شوي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تازه راپور چې په څه باندې ۳۰ مخونو کې خپور شو د یو شمیر نړیوالو چاپي خپرونو توجه جلب کړې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د جګړې حقایق پټ ساتل شوي دي.

دا هغه مسئله ده چې واشنګټن پوسټ تر دې مخکې په تفصیل څېړلې ده.

هغه اسناد چې واشنګټن پوسټ ترلاسه کړي دي په هغو کې جګپوړو امریکایي چارواکو هڅه کړې ده چې د افغانستان جګړه چې د ګټلو نه‌ده پټه کړي.

  • وال سټریت ژورنال

بلې ورځپاڼې وال سټریت ژورنال بیا تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده، د امریکا متحده ایالاتو داسې اسناد خپاره کړي دي چې په لوړه کچه د افغانستان د جګړې په اړه شکونه برسېره کوي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر رایان کراکر ویلي دي چې امریکا هغه هېواد ته په لسګونه میلیونه ډالر استول چې اقتصادي فعالیتونه‌یې نه‌وو، د قانون حاکمیت په‌کې کمزوری و او هلته د پروژو سمه څارنه نه‌کېده.

کراکر چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ میلادي کلونو پورې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر و، دا خبره هم د ورځپاڼې په استناد کړې ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی له دې خبر و.

  • نیویارک ټایمز

بله ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، د امریکا متحده ایالاتو له کلونو راهیسې له ادعا سره سم دا درواغ اسناد خپرول چې زموږ پوځیان په افغانستان کې بریالي دي.

ورځپاڼه څرګندوي چې په تېرو کلونو کې پوځي او ملکي چارواکو رسنیو ته د افغانستان د جګړې په برخه کې له هیلو ډک پیغامونه ورکړي دي.

ورځپاڼه وړاندې په دې برخه کې د واشنګټن پوسټ ورځپانې تر ۳۰ مخونو اوږده راپور ته اشاره کوي چې "د افغانستان اسناد د پټې جګړې تاریخ او د جګړې واقعیت" په نوم‌یې خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي دي چې امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې په برخه کې واقعیت پټ کړی دی.

نیویارک ټایمز بیا وړاندې د افغانستان جګړه د ویتنام له جګړې سره پرتله کړې ده او لیکي چې په ۶۰مې لسیزه کې هم د ویتنام د جګړې پر مهال حقیقت پټ ساتل شوی و چې له دې سره په متحده ایالاتو کې د خلکو اعتماد پر حکومت کمزوری شو.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د اوباما د واکمنۍ له وخته ورو ورو د پوځیانو شمېر کم شوی دی چې ښایي له طالبانو سره د یوې موافقې له لارې یا حتی که موافقه هم ونه‌شي وروسته له شااوخوا ۲۰ کلونو امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي او دا نه‌ختمېدونکې جګړه ختمه شي.

ورځپاڼه بیا د افغانستان جګړه په دوو برخو وېشي او لیکي، د افغانستان د جګړې لومړي ۱۰ کاله د ملت جوړونې هڅې وې او دا کلونه په دغه هېواد کې د ډموکراسۍ د ترویج کلونه وو، خو په وروستیو لسو کلونو کې داسې ښکاري چې دا جګړه داسې جګړه ده چې انجام نه‌لري او اوس امریکایي پوځیان هلته یو ډول د پولیسو دنده مخته وړي چې تلفات‌یې کم دي او په دې ډول د اوباما د وخت او اوس د ټرمپ د وخت سترې ستراتېژۍ تعریفوي.