چارواکي: د ناکامورا سره د وژل شویو افغانانو کورنیو سره مرسته کوي

ارشیف

د ننګرهار چارواکي وايي د ډاکټر ټیټسو ناکامورا د وژل شويو افغان همکارانو له کورنيو سره به د حکومت له خوا هر ډول مرسته کېږي.

د جاپان د سولې طبي موسسې رئيس ناکامورا تېره چهارشنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره د وسله والو په ډزو ووژل شو.

تر دې مخکې د دغو وژل شويو افغانانانو خپلوانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې شکايت کړى و، چې چا يې لاسنيوى نه دى دى.

خو د ننګرهار د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون ازادۍ راډيو ته وويل: "د ډاکټر ناکامورا له وژل شويو افغان همکارانو سره مرستې پيل شوې دي، په ننګرهار کې چې د هغوى درې کورنۍ وې له هغوى سره د حکومت له خوا نغدي مرستې وشوې، يو شمېر وړانديزونه هم مرکز ته شوي دي، که چېرې منظور شي نو د ولسمشر له خوا به په پراخه کچه له دوى سره مرسته وشي."

د والي د وياند په خبره، هغه دوې کورنۍ چې په نورو ولايتونو کې دي، له هغوى سره هم د وَرته مرستې پلان شته.

پر ډاکټر ناکامورا او د هغه پر همکارانو د هغې حملې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د ننګرهار چارواکي وايي د دې حملې په تړاو ٢ کسان نيول شوي، چې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کېږي.