غزني کې د ملي اردو د دوو پوځي اډو اړتیا

ارشیف

د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوال وايي په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوو لويو پوځي اډو ته اړتيا ليدل کېږي.

احمد ضيا يعقوبي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که دغه دوې پوځي اډې جوړې شي، خواجه عمري به بيا د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته نه لوېږي.

هغه وايي: "د امن د تامين لپاره که دوه بېسونه په حساسو پوځي ساحو قلور او ده دولت کليو کې ځاى پر ځاى شي، مقصد اردو بايد زمونږ تر څنګ وي، ځکه د دوى امکانات ډېر ښه دي، نو په ډاډه زړه تاسو ته ډاډ درکوم چې هېڅکله به بيا خواجه عمري ولسوالي سقوط ونه کړي."

ولسوال وايي، د خواجه عمري د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ د بيانولو شپږ مياشتې کېږي خو تر اوسه نه ده رغول شوې.

ښاغلى يعقوبي وايي، ولسوالۍ ته يې د ميدان وردګ له جغتو ولسوالۍ څخه ځينې امنيتي ګواښونه شته.

خواجه عمري ولسوالي په تېره چنګاښ/سرطان مياشت کې د دولت له وسله والو مخالفانو ونيول شوه.

په غزني ولايت کې د ملي اردو چارواکو تېره اوونۍ ويلي وو، چې د يوې مياشتې په موده کې د غزني ٥ ولسوالۍ د دولت له وسلوالو مخالفانو نيول شوي دي.