افغان حکومت: له طالبانو د سیمې هېوادونو نه‌ملاتړ به دغه ډله څو ورځو کې ختمه کړي

د طالبانو یوه ډله په غزني ولایت کې

د افغانستان د ملي یووالي حکومت وايي که د سيمې هېوادونه د وسله‌والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، دغه ډله به په څو ورځو کې ختمه شي.

افغان حکومت داسې محال دا خبره کوي چې د امريکا د کانګرس يوه مخکښ سناتور لېندسي ګراهام (Lindsay Graham) ويلي، که پاکستان په خپله خاوره کې وسله‌والو طالبانو ته پټن‌ځايونه ورنه‌کړي، په افغانستان کې به روانه جګړه په څو اوونيو کې ختمه شي.

سناتور لېندسي ګراهام ويلي چې د امريکا متحده ايالات بايد د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره د طالبانو پر ځاى له پاکستان سره مذاکره وکړي.

د امریکا د کانګرس مخکښ سناتور لېندسي ګراهام

د افغانستان اجرائيه رياست هم د ښاغلي ګراهام څرګندونې تأييدوي او وايي د سيمې ځيني هېوادونه له طالبانو د وسيلې په توګه کار اخلي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم که څه هم د کوم هېواد نوم نه‌اخلي، خو وايي که د سيمې ځيني هېوادونه د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، دغه ډله به په څو ورځو کې د جنګ ځواک وبايلي.

هغه زیاتوي: "له شک او ترديد پرته هغه ترورېستي ډلې چې په افغانستان کې جنګېږي، سيمه‌ييزې ريښې لري، ځيني مشخص هېوادونه له ترورېستي ډلو د خپل بهرني سياست د ابزارو په توګه کار اخلي، دوى په افغانستان کې د جګړې دوام ته زمينه برابره کړې ده، که دغه د جنګ بستر راټول شي، په افغانستان کې له جنګېدونکو ترورېستي ډلو د دوى ملاتړ ختم شي، طبيعي ده چې دغه ډلې څو ورځې هم نه‌شي کولاى د افغان دولت، خلکو او زموږ د نړيوالو همکارانو په وړاندې خپل جنګ ته دوام ورکړي."

د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور لېندسي ګراهام د دوشنبې په ورځ له فاکس نيوز ټلوېزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، غواړي د پاکستان په چلند کې بدلون وګوري.

د افغانستان حکومت تر دې مخکې هم پاکستان د هغو افغان طالبانو په ملاتړ تورن کړى چې په افغانستان کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندې په حملو کې ښکېل ګڼل شوي، خو اسلام‌اباد دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.

خو په کابل کې د پوهنتون استاد عزت‌الله پېژاند وايي عام باور دا دى چې پاکستان له کلونو د خپلو ستراتېژيکو اهدافو لپاره له طالبانو د وسيلې په ډول کار اخلي.

کابل کې د پوهنتون استاد عزت‌الله پېژاند

هغه وايي: "زما په نظر د امريکا د دغه سناتور لېندسي ګراهام منطق او استدلال پر ځاى دى، ځکه افغانانو کلونه وړاندې ورته نظر درلود او په وار وار يې اعتراض کړى و چې طالبان نه‌شي کولاى په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان د ادارې له ملاتړ پرته روانه وساتي او استدلال دا کېده چې د طالبانو د سياسي تصميم نيونې او نظامي روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي، نه په افغانستان کې. افغانان په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې خپل ستراتېژيک عمق ته د رسېدو لپاره له طالبانو د وسيلې په توګه کار اخلي."

په پاکستان کې د طالبانو د پټن‌ځايونو د موجوديت په اړه د امريکا يو سناتور لېندسي ګراهام په داسې حال کې څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په مشرۍ امريکايي هيئت تېره شنبه په قطر کې له طالبانو سره د سولې مذاکرې بيا پيل کړې دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې مذاکرې چې په ٩ پړاوونو کې مخ ته تللې وې، په کابل کې تر يوې حملې وروسته په تېره سپټبمر مياشت کې لغوه اعلان کړې. په هغه حمله کې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان وژل شوي وو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ څه کم دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهال ويلي وو، له طالبانو سره د سولې مذاکرې بېرته پيل شوي او طالبان اوربند غواړي.