امریکایی سناتور: که پاکستان طالبان ونه ساتي افغانستان کې جګړه څو اوونیو کې پای ته رسي

ښاغلي ګراهام د امریکا فاکس ټلویزیون ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو خبره ناسمه ده.

امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، که پاکستان په دغه هېواد کې طالبانو ته خوندي ځایونه ورنه کړي، په افغانستان کې جګړه په څو اوونیو کې پای ته رسیدلای شي.

ښاغلي ګراهام د امریکا فاکس ټلویزیون ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو خبره ناسمه ده.

ده ویلي چې د طالبانو پر ځای امریکا باید له پاکستان سره مذاکرات وکړي او که پاکستان طالبانو ته د خوندي ځایونو ورکول بند کړي، په افغانستان کې به جګړه په یوازي یو څو اوونیو کې پای ته ورسيږي.

ګراهام ویلي چې دی غواړي له پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ د یوه تړون له لارې چې هغه په امنیتي برخه کې د دې هېواد له فعالیت سره تړلی وي، دا هېواد خپل چلند بدل کړي.
پاکستان تل د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکايي په ګډون دوولس کسان ووژل، له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

خو د نومبر په نهه ویشتمه نېټه ټرمپ په بګرام هوايي اډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له طالبانو سره بېرته خبرې پیلوي ځکه فکر کوي طالبان اوربند غواړي. دا خبرې د دواړو لوریو ترمنځ د ډسمبر په اوومه بېرته پیل شوې.