جاپان د اټومي لانجې په اړه تهران او واشنګټن سره مرسته کوي 

د جاپان صدراعظم شینزو ابې

د جاپان صدراعظم وایي، د ایران ولسمشر ته هغه هېوادته د ورتلو بلنه ورکوي څو د ایران د اټومي پروګرام پرسر د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ له هواري سره مرسته وکړي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې وایي، هېواد یې د ایران د ولسمشرحسن روحانې کتنې ته تیاری نیسي ځکه غواړي چې د هغې اټومي لانجې په هوارولو کې پراخ رول ولوبوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ را ولاړه شوې ده.

ابې چې په توکیو کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې دغه راز وویل چې دا هیواد همداشان غواړي چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ له کمولو سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي: "له جاپانه د ایران د ولسمشر حسن روحاني پرکتنې خبرې روانې دي، نړیواله ټولنه له جاپانه چې له متحدو ایالتونو سره شراکت لري او په عین حال کې هم له ایران سره له اوږدې مودې راهیسې ښه اړیکی لري، تمه کوي چې وضعیت ته رسیدګي وکړي."

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې جاپان چې د تېلو په برخه کې په سلو کې اتیا د ایران په تېلو متکي دي، د دې هېواد صدراعظم په تېر جون میاشت کې هم ایران ته تللی و چې ایران او متحده ایالات دواړه دې ته وهڅوي چې د کړکېچ د کمولو لپاره په خپلو کې خبرې وکړې خو دغو هڅو یې نتیجه ور نه کړه.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې که څه هم جاپان ته د ولسمشر روحاني د ورتلو په اړه نور جزیات ورنکړل خو د دې هېواد رسنیو ویلي چې دغه سفرد روانې میاشتې په وروستیو کې تنظیم شوی.

له مالېزیا څخه د روحاني د پلان شوې کتنې مخکې یا وروسته.

ټاکل شوې چې حسن روحاني د اسلامي هیوادونو د کنفرانس په سرمشریزه کې چې مالیزیا به یې کوربنه وي، ګډون وکړي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرکال په مې میاشت کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټومي تړون ووت او له هغې راهیسې یې پر ایران بیرته بندیزونه ولګول.

د واشنګټن بندیزونو تر ډېره د ایران د تېلو صنعت ډیر اغېزمن کړی دی.

دغه بندیزونه ایران نه پرېږدي چې پر بهرنیانو اومه تېل وپلوري، هغه چې د دې هېواد د عوایدو اصلي سرچینه بلل کیږي.

دغو بندیزونو ته په پام تهران هم په تدریجې ډول له هغو ژمنو په شا شوی چې په شوي اټومي تړون کې یې کړي دي.

د جاپان صدراعظم زیاته کړه چې جاپان به تر خپلې وسې هڅه وکړي چې د دوامداره خبرو له لارې په منځني ختیځ کې کړکېچ کم او وضعیت ثبات ومومي.

ښاغلي ابې وویل، د دې ترڅنګ چې جاپان به دې هېواد ته د تېلو لېږدولو د کشتیو امنیت تامینوي، د انرژۍ خوندي کولو ته په پام دا د جاپان دنده ده چې په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.