د ناکامورا د خښولو مراسم سبا ترسره کېږي

د ناکامورا مړی د شنبه په ورځ له افغانستان څخه جاپان ته ولیږدول شو.

تمه ده د پې ایم اس په نوم د جاپانۍ خیریه موسسې مشر ډاکټر ټیټسو ناکامورا د خښولو مراسم سبا چهارشنبه ترسره شي.

نوموړی د تېرې چهارشنبه په ورځ د افغانستان په لویدیځ ښار جلال آباد کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

په هغې پیښې کې د ناکامورا پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول .

د ناکامورا مړی د شنبه په ورځ له افغانستان څخه جاپان ته ولیږدول شو.

دغه جاپاني ډاکټر چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې افغانستان ته راغلی وو ، د کرنې او اوبو لګولو د پراختیایې پروژو مسولیت درلود.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په ننګرهار او کونړ کې د ناکامورا پروژې به د هغه په نوم ونوموي.

د افغانستان په ختیځ کې خلکو نوموړی کاکا مراد باله.

د افغانستان خلکو د ناکامورا وژنه په کلکه وغندله.

تر اوسه د هغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

طالبانو ویلي چې د نوموړي په وژنه کې لاس نلري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې پېښي په تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.