د بشر حقونو کمېسیون: لاهم افغانستان کې بشر حقونه تر پښو لاندې کېږي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، بشري حقونه لا هم په افغانستان کې تر پښو لاندې کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایې هغه اقدامات چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کولو لپاره شوي، د قناعت وړ نه دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور له ناامنۍ نیولې تر ادارې فساد پورې د بشري حقونو د سرغړوني اساسي عوامل بولي.

ښاغلي مشکور تېر ماښام په دې اړه آزادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې د تېرو کلونو پرتله د بشري حقونو وضعیت کې پرمختګونه شوي او ښه یې ارزوم، ځکه د بشري حقونو په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکول شوی، ځینې مهم قوانین د بشري حقونو په ملاتړ تصویب شوي او بشري حقونه د یوې ملې موضوع په توګه زموږ په ټولنه کې مطرح شوې ده خو په ټوله کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې شته، جګړې، تاوتریخوالی، بېوزلي، فساد، قاچاق او د قانون د حاکمیت کمزورتیا د بشري حقونو سرغړونو ته زمینه برابروي."

ښاغلي مشکور د بشري حقونو د سرغړونو په اړه دقیق ارقام ورنکړل.

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.

ثریا صبحرنګ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا د برخې پخوانۍ کمېشنره ده.

نوموړې له آزادي راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د هغې په وینا ښځي او ماشومان د جګړې اصلي قربانیان دي.

صبحرنګ زیاتوي: "له سزا څخه د معافیت فرهنګ په بېلا بېلو ډولو دوام لري، هغه کسان چې ځواکمن دي او غیر مسول وسله وال لري، انتقامونه اخلي، ترور او وژنې کوي، کله چې جګړه وي غیرمسول وسله وال هم فعالیت کوي، مونږ نشو ویلی چې زموږ د بشري حقونو وضعیت ښه دی، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی."

خو میرمن صبحرنګ زیاته کړه چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره اقدامات شوي دي.

هغې د بیلګي په توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان غړیتوب، د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب او هم د ماشومانو د بشري حقونو د ملاتړ قانون تصویبولو ته اشاره وکړه.

د دغه قانون چې د دوشنبه په ورځ د افغانستان ولسي جرګې تصویب کړ ، په یوې مادې کې راغلي : "ماشوم هغه چا ته ویل کېږي اتلس کلن شوی نه وي."

په ولسي جرګې کې له څو کلونو راهیسې پر دې مادې اختلاف و.

د افغانستان ولسي جرګه

ځینو وکیلانو داسې فکر کاوه چې ماشوم هغه کس ته ویل کیږي چې د بلوغ علایم په کې ښکاره شي خو ځینو نورو وویل چې ۱۸ کلني د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي : "د افغانستان حکومت د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د ولسي جرګې دا اقدام اغیزمن بولي او د حکومت د اجرائي ادارو لخوا د دې قانون پلي کولو ته ژمن دی."

دا قانون داسې مهال تصویب شو چې لا هم په لوګر ولایت کې د هلکانو د جنسي ځوروني د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو نتیجه اعلان شوې نه ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د تیرې چهارشنبه په ورځ آزادي راډیو ته د یادو تحقیقاتو د پیلېدو خبره وکړه.

د لوګر ولایت د مدنې ټولنې مشر موسی محمودي شاوخوا یوه میاشت وړاندې خپلې هغه پلټنې له رسنیو سره شریکې کړې چې په کې ادعا شوې چې د دې ولایت په شپږو ښونځو کې ۵۴۶ نارینه زده کوونکو څخه ناوړه جنسي استفاده شوې ده.

د لوګر سیمیزو چارواکو تر اوسه دا ادعا نه ده تائید کړې.