قطر کې د امریکايي او طالب مرکچیانو تر منځ د خبرو دوام

ارشیف

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب مرکچیانو تر منځ خبرو نن د دریمې ورځې لپاره هم خبرو اترو دوام درلود.

په دې خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره پر هغه څه بحث کوي چې د خلیلزاد مطبوعاتي دفتر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بالاخره یو اوربند ته رسیدل بللي دي.

په ننیو خبرو کې تر اوسه د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

پرون ځینو رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له خولې وویل که له امریکايي لوري سره توافق لاسلیک شي نو طالبان به په امریکایانو بریدونه نه کوي.

خو وروسته ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر وویل، د ده د خبرو موخه داده چې که له امریکا سره توافقنامه لاسلیک شي نودوی به بهرنیو سرتیرو ته له افغانستان څخه د وتلو لار ورکوي.

له وسله والو طالبانو سره تر دې مخکې هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هییت نهه پړاوه خبرې کړي چې په سيپټمبر میاشت کې ولسمشر ټرمپ په کابل د طالبانو د هغه برید له کبله لغوه کړې چې۱۲ افغانان او یو امریکايي په کې ووژل شول.

طالبانو ویلي اوسنۍ خبرې یې له هماغه ځایه پیل کړي کوم ځای چې دریدلې وې.