ننګرهار کې ښځینه فعالانو د امنیت جنازه پورته کړه

مدني فعالانو د خپل ننني مدني حرکت په ترڅ کې په سمبولیکه توګه د امنیت تابوت په اوږو ایښی و.

په ننګرهار کې ښځينه فعالانو د دغه ولایت د امنیت جنازه پورته کړه.

دوی د خپل ننني مدني حرکت په ترڅ کې په سمبولیکه توګه د امنیت تابوت په اوږو ایښی و، او ادعا یې کوله چې په ننګرهار کې په ځانګړي ډول په جلال اباد ښار کې نا امنۍ یې اوج ته رسېدلې ده.

دغه حرکت نن دوشنبه په جلال اباد ښار کې د کور فرهنګي ټولنې لخوا تنظیم شوی و چې په کې ګډونوالو ښځو د دغه ښار د ناامنۍ په اړه د خپلو ناهیلیو او اندېښنو یادونه یې وکړه.

په ننګرهار کې د کور فرهنګي ټولنې مشرې مقدسه احمدزۍ له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې ننګرهاریان په دغه ولایت کې د ځان د خوندیتوب ډاډ نه لري او له ولایتي چارواکو یې وغوښتل چې تر هر څه وړاندې دې د ننګرهاریان د سر او مال د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

مقدسه احمدزۍ وایي: "د کار لپاره، د ژوند لپاره او د درس لپاره دا ماحول په مونږ راتنګېږي، راټول شوي یوو چې مونږ د ننګرهار د امنیت د جنازې په نوم تابوت پورته کړو، لاریون وکړو او خپل غږ تر چارواکو ورسوو، ترمرکزه یې ورسوو، موږ فعلاً په بحران کې یوو."

مقدسه احمدزۍ وایي، له هغه راوروسته چې د جلال اباد ښار په منځ کې د پي ام اس موسسې مشر ډاکتر ناکامورا له خپلو ساتونکو او نورو ملګرو سره ووژل شول، او قاتلین یې په تېښته بریالي شول، د امنیت په اړه د ننګرهار د خلکو هیلې ورسره وځپېدې.

په جلال اباد ښار کې د ښځو د مدني حرکت یوې ګډون کوونکې بې بي کوچۍ ازادي راډيو ته وویل چې له ډېرې مودې راهیسې په دغه ښار کې خلک د سر او مال د امنیت په اړه اندېمن دي چې په خبره یې نور ورته دا وضعیت د منلو نه دی.

بي بي کوچۍ ادعا لري چې تر اوسه د د خلکو د هېڅ وژونکې په اړه اقدامات نه دي شوي چې په خبره یې، د سر خلک یې وژل کېږي.

کوچۍ وایي: "مونږ په ننګرهار کې امنیت غواړو، تاوتریخوالی ډېر شوی، ټول ولس ته خطر دی، موږ له مرکزي او ځآيي ادارې غواړو چې امنیت ته پام وکړي."

اخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي که څه هم مدني حرکتونه د خلکو حق بولي خو وایي چې د امنیت په اړه د دغه حرکت ځېنې ادعاوې او اندېښنې بې ځایه او خبره یې چې پروژه یي حیثیت لري.

ده وویل: "اصلاً دا یو پروژه يي حرکت دی، اوس جلال اباد ښار او ولسوالیو کې اتیا سلنه امنیت ښه شوی او په جنايي او ترورېستي پېښو کېکموالی راغلی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ډاکتر ناکامورا چې د جاپان اصلي اوسېدونکی و، تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د خپلو پنځو ملګرو سره په یوه وسله واله حمله کې ووژل شو.

د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو د مسؤلینو په خبره، د قتلینو د پیدا کولو او نیولو هڅې یې روانې دي.