له فساد سره مبارزه کې د افغانستان د لاسته راوړنو ستاینه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو

ملګري ملتونه وايي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړنې ستايي خو په دې برخه کې په لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا خبره نن د فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي: "ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې رامنځ ته شوی چوکاټ پیاوړی کوي. "

د یماموتو له خولې وړاندې ویل شوي: ”ډیره مهمه ده چې اوس د قوانینو په عملي کولو تمرکز وشي او له فساد سره د مبارزې د هوډ څرګندولو په خاطر له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي، چې سرغړونه کوي."

ملگري ملتونه وايي، د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، د فساد په وړاندې د مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ کال د فساد پرضد ستراتیژۍ په ګډون د فساد په وړاندې د افغان حکومت د پورته شویو ګامونو ملاتړ کوي خو پر عملي کیدو یې هم ټینګار کوي.

د یوناما خبرپاڼه زیاتوي، ملګري ملتونه هغه ستونزمن امنیتي وضیعت درک کوي چې افغان قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د قضايي چارواکو هدفي وژنې غندي.

د ملګرو ملتونو په وینا په داسې حال کې د فساد پر ضد د مبارزې عدلي مرکز د درغلیو قضیې څیړي خو دا مرکز لا هم په لوړ کچ د درغلیو د موثرې څیړنې په برخه کې موثر پرمختګ نه لري.

د یوناما په وینا د اداري فساد د اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار یو شمیر امرونه او د ممنوع الخروج حکمونه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي باید ونیول شي او سزا پرې عملي شي.

ملګرې ملتونه د 2003 میلادي کال راهېسې هر کال د ډیسمبر 9مه د اداري فساد پر ضد د نړېوالې ورځې په نوم لمانځي.