په افغانستان کې د غنمو کمښت

په هیواد کې د غنمو د کموالي په اړه د افغانستان د خوراکي توکو د ټولنې خبرداری.

د دغې ټولنې مسول، فضل الرحمن وایی، که حکومت د سيمي له هیوادونو نه د غنمو او اوړو د پیرلو اقدام ونه کړي، دا امکان شته چې په روان ژمی کې افغانان د غنمو له کموالي سره مخ شي.

هغه زیاتوي: "مونږ چې ګورو په نړۍ کې هم څه نا څه د اوړو د کموالي ستونزه موجوده ده، مونږ په دې برخه کې د دولت پاملرنه غواړو او که دولت پام ونه کړي نو د اوړو په برخه کې به ستونزه رامنځته شي."

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان یواځې له قزاقستان څخه غنم او اوړه واردوی او پاکستان چې په خپله د اوړو له کموالی سره مخ دی، افغانستان ته یې د صادراتو لړی درولی ده.

خو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په افغانستان کې د اوبو او للمي غنمو حاصلات ۴۲ په سلو کې لوړ شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی وایي، سږ کال په هیواد کې د غنمو حاصلات څه باندې پنځه میلیونه ټنو ته رسیږي او د هند لخوا د مرسته شویو غنمو په رارسېدو سره به له نورو هیوادونو څخه د غنمو د پیرل اړتیا نه وی.

د هغه په خبره: "له هنده هم ۷۵ زره ټنه غنم را رسیږي، نو په خپلو ستراتیژیکو ذخایرو کې هم یو اندازه غنم لرو، او دا اړتیا نشته چې نور غنم و پیرو."

افغانستان هر کال شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لری او د کرنې وزارت وایي چې سږ کال به افغانستان ۹۰۰ زره مټریک ټنه غنمو ته اړتیا ولري.