د ناکامورا د وژل شویو ساتونکو کورنۍ له دولته مرسته غواړي

په ننګرهار کې د جاپاني خدمتګاره ډاکتر ټیټسو ناکامورا د وژل شویو ساتونکو کورنۍ له دولته غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.

د ناکامورا د یوه وژل شوي ساتونکي سیدرحیم پلار ولس خان ازادي راډیو ته وویل چې واړه لمسیان یې مرستې ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: "زوی مې یواځې وظیفه اجراء کوله او شهید شو، بچیان یې اوس بې سرپرسته شول، نه پوهېږم څه به وشي، حکومت باید دوی ته یو کار وکړي."

تېره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې د جاپاني مرستندویه ډاکتر ټیټسو ناکامورا په موټر وسله والو ډزې وکړې.

ناکامورا روغتون ته په لار ساه ورکړه خو دری ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل همکار یې ځای پر ځای وژل شوي و.

د ویلو ده چې د ډاکتر ټیټسو ناکامورا مړی پرون جاپان ته ورسېد.