سعودي وګړي پر انټرنېټ نیوکه کړې او د اسامه نقل قول یې خپور کړی

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

د سختدریځو یوه څرک لګوونکې ډله وايي، د سعودي عربستان هغه پېلوټ چې د امریکا د فلوریدا د سمندري ځواک په اډه کې یې ۳ تنه ووژل، په انټرنېټ کې د امریکا پر متحدو ایالتونو انتقاد کړی و او د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن نقل قول یې خپور کړی و.

یوه امریکايي چارواکي پرون (شنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې دغه سعودي پېلوټ تر پېښې څو ورځې مخکې ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او په لړ کې یې ده او درو تنو نورو په ګډه پر خلکو د ډزو ویډیو کتلې وه.

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.