غزني کې د خرابو سړکونو له امله شکایت

ارشیف

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدنکي په دغه ولایت کې د خرابو سړکونو له حالت څخه شکایک کوي.

د غزني اوسېدونکي او د له دغه ولایت د تیرېدونکو لویو لارو موټر چلوونکي وايي، په دغه ولایت کې د خامه سړکونو له امله یې ژوند سخت په عذاب کې شوی دی.

د کابل - کندهار پر سړک د غزني د ګیرو اډې ترڅنګ اویا کلن صفت الله وايي، خرابو لارو له ژوند بېزاره کړی دی.

هغه وايي: "مونږ دومره ورسره په تنګ یو چې له ژونده یې بېزاره کړي یو، داسې په تنګ یو، چې په پنځوس میترۍ کې ځې بیا یو جمپ مخې ته درځي، بیا به بریک ورته نیسې، بیا به اکسلیټر ورکوې، اواریز یې ډیر وي، له ژوند نه یې بېزاره کړي یو."

محمد اصف هم د پکتیکا څلورلاري ترڅنګ موټر د سړک غاړي ته درولی دی، د موټر په ټولبکس کې رینچان اچوي، د خرابې لارې اوږده کیسه کوي او وايي، د لارې د خرابوالي له امله یې دوه برابره لاره اوږده شوې ده.

نوموړی وايي: "والله موږ ډیر ورسره په تکلیف یو، چې مخکې به په پنځه ساعته کې رسېدو اوس په لس ساعته کې رسیږو، ټولې لارې جمپونه دي، ټوله لاره خرابه ده، د موټر مصرف زیات دی ورسره، ټول مشکلات دي."

دا په داسې حال کې ده چې په غزني ولایت کې د کابل ـ کندهار غځېدلی سړک او د دې ترڅنګ د دغه ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه کنډ کپر شوي دي، چې لامل یې د دولت له لوري د سړکونو په خراپ کیفیت جوړل، د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په ماینونو الوزول او د موټر چلوونکو له لوري تر ټاکلي حد زیات موټران بارول وبلل کیږي.

د دغه ځای اوسېدونکي له دولت څخه د دغه سړکونو د بیرته ترمیمولو غوښتنه کوي.

احمدشاه چې د کابل کندهار پر لویه لاره موټر چلوي واي:دولت باید دوی له دغه ستونځمن حالت څخه راوباسي.

هغه زیاتوي:"موټر چلومه، له دې لارې موږ ډیر په تکلیف یو، له دې لوېدلي پولچکانو ډیر په تکلیف یو، ډیر په تکلیف یو، لږ نه یو په تکلیف، دغه لارې دي جوړې شي."

سیدمحمد نسیم هم د غزني ده یک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک کیسه کوي.

نسیم وايي: "هغه سړک ډیر خراب شوی دی، هغه سړک له منځه تللی دی، هغه خو بیخي سړک نه دی، ټول خراب خرا ب دی، پلونه یې خراب دي، غوښتنه مو داده چې دغه سړکونه جوړ شي او خدای دي امنیت راولي."

که یوې خواته د غزني اوسېدونکي د دغه سړکونو د جوړولو غوښتنه کوي، نو بلې خوا ته د ترانسپورت وزارت سرپریت وزیر یما یاري د نوامبر میاشتې په ۲۷مه نیټه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان په ځانګړې توګه د غزني ولایت په مسیر کې ناامني او د بودیجې کمښت د سړکونو د بیا نه ترمیمولو لامل ګرځېدلي دي.

هغه زیاتوي: "په لومړي سر کې خو د بودیجې موضوع ده، بودیجه ورته تشخیصیږي، یا د حکومت له خزانې څخه او یا هم د هغه ډونرانو له خوا چې له افغانستان سره د بیا رغونې په موخه مرستې کوي، خو د امنیتي تهدیدونو موضوع ده، د کابل کندهار لوره لاره مونږ او تاسو وینو، دولتي دارې د دغه سړک له وضعیت څخه خبرې دي، قرارداد هم شوی دی، سروې هم شوې، ډیزاین هم شوی، پیسې هم ورته پیداشوي، قرارداد هم شوی، د قرارداد یې یو کال وخت هم تیر شوی دی خو له بده مرغه چې د دولت مخالفین اجازه نه ورکوي چې دا سړک جوړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې روغتیاپالان هم وايي، هره ورځ په خارو او دوړو کې د دغه خلکو سفر کول دغه خلک په یو شمیر ناروغیو اخته کولای شي.