"د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د بشري حقوقو په اړه اندېښنې"

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د افغان سولې په راونو خبرو کې پر بشري حقونو د بحث ټینګار کوي.

افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو تر منځ د بشري حقوقو په اړه خبرې نه کول دوی ته د اندېښنې وړ موضوع ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د افغان سولې په راونو خبرو کې پر بشري حقونو د بحث ټینګار کوي.

د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، تر دې دمه د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې په افغانستان کې د بشر د حقونو په تړاو هېڅ بحث نه دی شوی چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

د بشر حقونو کمېسیون مشره او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی. ارشیف

اکبر زیاته کړه: "یو موضوع چې د افغان سولې په تړاو د امریکایانو او طالبانو تر منځ پرې هېڅ بحث نه دی شوی هغه دلته بشري حقونه دي خو که چېرې له طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغاني خبرې وشي زمونږ غوښتنه له دواړو خواوو دا ده چې د سیاسي هوکړې وروسته دې د بشري حقونو د رعایت لپاره هڅې وکړي."

اغلې اکبر وایي، په هغه صورت کې به روانو خبرو ته د سولې پروسه ووایي، چې اوربند او بین الافغاني وشي.

نوموړې ټینګار کوي، چې داوړه خواوې باید خلکو ته د سولې تر هوکړې ورسته د ټولو بشري حقونو د خوندیتوب او نړیوالو کنوانسیونونو د پلي کېدو په اړه ډاډ ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايی چارواکو تر منځ له نهو پړاو خبرو کولو او یوې مودې ځنډ وروسته اوس په قطر کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو نوی بهیر پیل شوی دی.

تر دې وړاندې د اوړو خواوو تر منځ په څلور مشخصو مسایلو خبرې شوي چې هغه له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل، اوربند، بین الافغاني خبرې او د افغانستان خاورذه څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کارول دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاند ناجیې انوري د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د څرګندونو په اړه ازادي راډيو ته وویل، چې د سولې د هوکړې په تړاو به ټول مسایل له خلکو او بشري حقونو کمېسیون سره شریکوي.

هغې وویل: "مونږ به د سولې د هوکړې په هر پړاو کې ټول مسایل له خلکو سره شریک کړو او خلک په دې اړه پرېکړه کوي، دا د خلکو حق دی او دا مو مسولیت دی چې په دې برخه د خلکو نظر واخلو."

له دې سره طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډبو ته په استول شوي غږیز پیغام کې مني چې له امریکایي پلاوي سره د دوی د خبرو په اجنډا کې د بشر حقونو د خوندیتوب په اړه څه نشته خو وایي چې تر سولې وروسته به دا ټول مسایل په نظر کې نیول کېږي.