تمه ده نن د ناکامورا مړی جاپان ته ولېږدول شي

ناپیژانده وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د ناکامورا پر موتر برید وکړ، په دې حمله کې دی ټپي شو او بیا یې ساه ورکړه.

تمه ده چې نن د ( پي ایم ایس) جاپانۍ خیریه مووسې د مشر تیستو ناکامورا جسد خپل هیواد ته انتقال شي.

د ناکامورا میرمن او لور د همدې لپاره کابل ته راغلې دي.

دوی تیره شپه له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان له لومړۍ میرمن رولا غني سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې جمهوررییس غني ویلي دي چې د ناکامورا د مړي ویر به د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې وشي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې په ننګرهار او کونړ کې به د ناکامورا پروژې د ده په نوم شي.

ناپیژانده وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د ناکامورا پر موتر برید وکړ، په دې حمله کې دی ټپي شو او بیا یې ساه ورکړه.

ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې په تیرو شاوخوا دوو لسیزو کې د کرهڼې په ګډون یوشمیر اغیزمنې پروژې ترسره کړې دي.