ټرمپ: نړیوال بانک دې چین ته د پور له ورکولو ډډه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نړیوال بانک څخه غوښتې دي چې چین ته د پور له ورکولو ډډه وکړي.

یوه ورځ مخکې تر دې نړیوال بانک موافقه وکړه چې چین ته له یوه تر یو نیم میلیارډه ډالرو پورې پور په لږ ګټې هر کال د دوه زره پنځه ویشتم کال تر جون میاشتې پورې ورکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل، ولې نړیوال بانک چین ته پور ورکوي، چین په خپله ډیرې پیسې لري او پیسې پیدا کولی شي، نو پر دې قرض ورکولو باید لاس ونیسي.

نړیوال بانک ویلي دي چې د دوی پور به له چین سره دا مرسته وکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې اصلاحات راولي ترڅو شخصي سکتور په دې هیواد کې پراخ شي.