جاپان ټایمز: یو عام افغان وايي څومره شرم دی چې د ناکامورا ساتنه ونه شوه

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګتن پُسټ

د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې له خوا په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي چې د دري اویا کلن ناکامورا ښځه او لور د هغه له دریو همکارانو سره چې یو یې د ماشومتوب ملګری هم و جمعه سهار کابل ته ورسېدل.

دوی به د ناکامورا مړی په جاپان کې د هغه پلرني ټاټوبي فوکوکا ښا رته وړي.

ناکامورا کلونه افغانستان ته خدمت وکړ خو چهارشنبه نامعلومه وسله والو په جلال اباد ښار کې په ډزو وویشت او روغتون ته په لار یې ساه ورکړه.

د چهارشنبې په دې برید کې د ناکامورا پنځه همکاران د پېښې په ځای کې وژل شوي و.

په مقاله کې راغلي چې ناکامورا د ننګرهار ځايي خلکو کاکا مراد باله او د زرګونه کسانو ژوند یې د خپلو خدماتو په نتیجه کې ښه کړی و.

د هغه وژنې ګڼ ننګرهاریان او ټول افغانان غمجن کړل.

په ننګرهار، کابل، پروان او د افغانستان په ځینو نورو ښارونو کې د ناکامورا یاد غونډې جوړې شوې او خلکو یې د یاد د تازه ساتلو په پار شمعې بلې کړې.

د واشنګتن پُسټ له خوا په دې خپره شوه مقاله کې راغلي چې د جمعې په ورځ ګڼو خلکو په کابل کې د پاکستان سفارت مخته مظاهره وکړه او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو اداره ای اس ای یې د ناکامورا په وژلو تورنه کړه.

پاکستان تر اوسه د ځینو عامو افغانانو د دغو تورونو ځواب نه دی ویلی خو په دغه هېواد کې مېشتو پښتنو او فعالانو له هغې ډلې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د ناکامورا په وژنې خواشیني ښودلې ده.

  • جاپان ټایمز

جاپان ټایمز لیکلي چې افغانانو د جاپاني مرستندویه ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې.

په مقاله کې راغلي چې افغانانو په کابل کې د جاپان سفارت ته نږدې په یوه څلورلاري کې د ۷۳ کلن ناکامورا د خدماتو د درناوي او د هغه پر وژنې د خواشیني لپاره شمعې بلې کړې او د جاپان او افغانستان بیرغونه ورسره و.

د یوه عام افغان خبرو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي شمعې د دې لپاره بلوي چې د ناکامورا په وژل کېدو خپله خواشیني څرګنده کړي او دا چې څومره شرم دی چې د هغه ساتنه ونه شوه.

جاپان ټایمز ورځپاڼې زیاته کړې چې د ټولنیزو شبکو سلګونه افغان کاروونکو هم په خپلو پاڼو باندې د ناکامورا پر وژنې خواشیني ښودلې.
د مقالې له مخې دوی د ناکامورا عکسونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چي: "لطفاً موږ وبښه"

خلکو همداراز غوښتي چې د ناکامورا لپاره د تدفین خاص دولتي مراسم ونیول شي.

ناکامورا د جاپان د روغتیايي خدماتو د یوې خیریه موسسې رییس و چې له دریو لسیزو یې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی.

ده په تېرو لسو کلونو کې د ننګرهار ګڼې شاړې ځمکې د اوبو لګولو د خاصو طریقو په کارولو خړوبې کړې او زرګونه جریبه ځمکه یې سمسوره کړه.

ناکامورا دری اویا کلن و او تېر کال یې د جاپان ان اچ کې خبري اژانس ته ویلي و تر څو چې په افغانستان کې خپلې پروژې بشپړې نه کړي خپل هېواد ته نه ستنیږي.