چارواکي: د طالبانو لخوا پر عامه لارو د ماينونو په ايښودلو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي

ارشیف

د غزني ولايت چارواکي وايي وسله وال طالبان پر عامو لارو د ماينونو په ايښودلو سره ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي.

پرون ماسپښين هم د غزني ښار روضې سيمې ته نږدې د ملکيانو پر يوه موتر د يوه ماين په چاودنه کې يو ملکي تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

د والي وياند محمد عارف نوري پرون ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوال طالبان تل د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.

هغه وویل: ”له بده مرغه وسله وال طالبان تل پر عامه لارو د ماينونو په ښخولو سره ملکي کسانو ته د تلفاتو اوښتو سبب کېږي، چې د سې شنبې پېښه يې هم يوه بېلګه ده.“

وسله والو طالبانو د پرونۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما دوې مياشتې مخکې په يوه راپور کې ويلي وو، چې د ٢٠١٩ میلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر دوه زره پنځه سوه درې شپته (٢٥٦٣) زيات ملکيان وژل شوي او تر پنځه زره شپږ سوه شپږاويا (٥٦٧٦) زيات نور ټپيان شوي دي.