په هرات کې یو ایرانی موټرچلوونکی د هیروئینو د قاچاقو په تور ونیول شو

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، یو ایرانی موټرچلوونکی د اسلام قلعه په بندري ښارګوټي کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شو.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کس ۱۶۳ کيلوګرامه هیروئین د موټر په ټاير کې ځای پرځای کړي وو او د اسلام قلعه له پولې یې ایران ته قاچاق کول.

د اسلام قلعه پوله د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره اوښتې ده. پر دې پوله له ايران څخه افغانستان ته هغه کېمياوي مواد راقاچاق کېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.