درېیو اروپايي قدرتونو د ایران توغندويي پروګرام په اړه اندېښنه ښوولې

بریتانیا، فرانسې او جرمني د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ته استولی او خپله اندېښنه یې د ایران بالستیک توغندیو په اړه څرګنده کړې ده.

فرانسې، جرمني او بریتانیا د ملګروملتونو سرمنشي ته اندیښنه څرګنده کړې چې ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته چې د اټومي سروکو د لیږدولو قابلیت لري او هغه د دې سازمان د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده، پراختیا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په نولسمه دا ارزول کېږي چې ایا ایران د اټومي تړون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال پریکړه لیک عملي کړی کنه؟​

په هغه لیک چې دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ته استولی او پرون چهارشنبې یې د امنیت شورا پر ډېرو غړیو ویشل شوی، ویل شوي چې د ایران د اټومي سروکو لیږدونکي بالستیک توغندیو پراختیا د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره اړخ نه لګوي.

ددغه پرېکړه لیک له مخې چې امنیت شورا په ۲۰۱۵ کال کې د ایران اټومي پروګرام په اړه تصویب کړی و، له تهرانه غوښتنه شوې وه چې د دغسې توغندیو په تړاو فعالیتونو ته دوام ورنه کړي.

فرانسه، جرمني او بریتانیا چې دغه لیک یې د ملګروملتونو سرمنشي ته استولی هغه درې اروپایي هېوادونه دي چې له چین، روسیې او د امریکا متحده ایالتونو سره یې د ایران دغه اټومي تړون لاسلیک کړی دی.

په دې لیک کې په ځانګړې توګه د پیاوړي کیدونکي شهاب ۳ په نوم د منځني واټن ویشتونکي توغندي د یوې ازموینې یادونه شوې ده.

په دغه ازمویل شوي توغندي کې د کنټرول سیسټم داسې تکنالوژي کارول شوې چې له تخنیکي پلوه کولای شي اټومي وسله ولیږدوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرکال په می میاشت کې د ایران له اټومي تړونه ووت او پردې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.

واشنګټن له هغې راهیسې تهران تورن کړی چې د اټومي وسلې لرونکو توغندیو ته پراختیا ورکوي، هغه ادعا چې تهران یې ردوي.

له متحده ایالتونو پرته نور د دې تړون پنځه لاسلیکونکي هېوادونه، جرمني، فرانسه، بریتانیا، روسیه اوچین تراوسه د دغه تړون ملاتړ کوي.

دغه درې اروپایي هېوادونه د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته په اشاره، له تهرانه غواړي چې د هغو بالستیک توغندیو په تړاو له هرډول فعالیته لاس واخلي چې د اټومي وسلو د لیږولو ظرفیت لرلی شي.