چین پرون په پیکنګ کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر ویلیم کلین احضار کړ او د هغې لایحې پرضد یې اعتراض وکړ چې د امریکا کانګرس یوه ورځ مخکې تر دې تصویب کړه.
کانګرس د سې شنبې په ورځ د ۴۰۷ موافقو او یوې مخالفې رایي سره د چین پر یوشمېر چارواکو د بندیزونو لایحه تصویب کړه او ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې د توشیح لپاره واستوله.
واشنګتن پر چین تور پورې کړی دی چې په خپله خاوره کې له اویغور مسلمانانو سره زیاتی کوي او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د چین حکومت د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د سینکیانګ ایالت کې نژدې یو میلیون اویغور او د مسلمانانو نور اقلیتونه په تادیبي کمپونو کې داخل کړې دي.
چین د تادیبي کمپونو دفاع کوي او وایي چې دلته خلک روزل کیږي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پرون وویل چې د امریکا متحده ایالتونه باید سمدستي دا لایحه لغوه کړي او د سینکیانګ په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.