زلمي خلیلزاد او ولسمشر اشرف غني افغانستان د اوربند پر امکاناتو خبرې کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون افغانستان ته تللی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوربند پر امکاناتو خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې چې تېره شپه په جمهوري ریاست کې وه، د اوربند سربېره له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز وشو.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې پر دې دوو موضوعاتو تر دې مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم تېره اوونۍ افغانستان ته د هغه د سفر پرمهال په بګرام کې خبرې شوې وې.

د اوربند مساله پخوا تل طالبانو رد کړې وه او ویلي یې و چې کله بهرني ځواکونه ووځي په خپله اوربند راځي.

د ښاغلي خلیلزاد دفتر ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې څرګنده کړې چې خلیلزاد به په قطر کې له طالبانو سره وګوري او له هغوی سره به پر هغو لارو چارو خبرې وکړي چې بین الافغاني خبرې وشي، د شخړو کمېدو ته زمینه برابره شي ترڅو اوربند ټینګ شي.

رویټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په استناد خبر ورکوي چې زلمی خلیلزاد به له کابله بیرته قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره به د سولې خبرې مخته یوسي چې ښایي دا خبرې اوربند ته لاره هواره کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وایي چې د سولې لپاره اوربند ضروري دی.

"داسې ښکاري او له قرایینو معلومیږي چې امریکایان د خپل فورمول له مخې سولې ته نژدې شوې دي او زما باور دا دی چې له اوربند پرته د سولې مذاکرات مخته نه شي تللی، که مخته ولاړ شي ډېره اوږده موده به ونیسي."

اسوشېټډ پرس اژانس د طالبانو د یوه چارواکي په وینا چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې خبر ورکړی چې زلمي خلیلزاد د کابل تر سفر مخکې له دوی سره د سولې غیررسمي خبرې کړې دي.

د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ تر نهه پړاوه خبرو وروسته د سولې رسمي مذاکرات په تېر سپتمبر کې هغه وخت ولسمشر ډونالد ټرمپ لغوه کړې چې طالبانو په کابل کې د یوه موټربم چاودنې مسوولیت ومانه چې پکې دولس تنه د یوه امریکایي سرتیرې په ګډون ووژل شول.

د ارګ په اعلامیه کې راغلې دي چې د افغانستان ولسمشر، زلمي خلیلزاد ته څرګنده کړې ده چې د سولې پروسې د پرمخ بیولو په هدف باید د اوربند او په بهر کې د ترهګرو د پناهځایونو موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.